امنیت

د پارلمان د یوغړي اته تنه ساتوونکي د غلا په اوړند ونیول شول

کابل / د وري ۲۸ / باختر
امنیتي سرچېنې وايي د ولسي جرګې د یوغړي اته ساتوونکي د وسله والې غلا وې په اړوند ونیول
نیول شویو کسانو د استازو په مجلس کې د کوچیانو استازی (شاهپورحسین زوی) ساتوونکي دي چې له پولیسو سره له جګړې وروسته د کابل ښار د اتمې ناحیې په قلعچه ساحه کې ونیول شول.
د کابل یواوسېدونکی شکایت کړی دی چې د شاهپورحسین زوی ساتوونکي د ده ۱۰ زره ډالره او ۲۰۰ زره افغانۍ ، یوه تومانچه او یوچره يي توپک یې د وسلو په زرو سره اخيستي دي.
له نیول شویو کسانو څخه ۷ کلاشینکوفونه او یوه پیکا د پولیسو لاس ته ورغلي دي چې یوشمېریې جواز نه لري.
امنیتي سرچېنې ویلي دي چې له پولیسو سره د دغو کسانو د جګړې په وخت کې دى په سیمه کې شتون درلود خو له ګنې ګونې څخه په استفادې سره له ساحې څخه تښتدلی دی.
دا په داسې حال کې دی چې د ملي شورا یوشمېرغړي د خلکو له لوري په زورزیاتی او په قانون ماټونې تورن دي .
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته