کابل_باختر د وږي د مياشتې ١٨ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله پرون د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) له سرمنشي خلیل ابراهیم اکچا سره پر اقتصادي همکاریو باندي وغږېد.
د اجراييه رياست د وياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
د ایکو سازمان سرمنشي د هیواد له اجرائیه رئیس سره په کتنه کي وویل، چي دوی د منځنۍ اسیا او سیمي په کچه د اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي فعالیتونو د ښه کولو او نورو همکاریو د زیاتوالي لپاره هڅي کوي او په دې برخه کي د غړو هیوادونو هڅي اساسي ارزښت لري.
هغه زیاته کړه، چي دوی همداراز د سیمي په کچه د خپلو پروګرامونو لپاره یو واضح لیدلوری مهم ګڼي ځکه، چي دا لیدلوری د راتلونکي مسیر په تعین کي ورسره مرسته کوي.
ده یادونه وکړه، چي دغه سازمان او افغانستان په ګډه له غړو هیوادونو سره د سوداګرۍ، انرژۍ، ټرانسپورټ، ټرانزیټ او ټورییزم په برخو کي د همکاریو د زیاتوالي او له حاضرو فرصتونو د ګټي اخستني لپاره کار کوي.
د هیواد اجرائیه رئیس د ایکو سازمان له سرمنشي سره په کتنه کي وویل، چي افغانستان د دغه سازمان کار ته د یوه مهم ارزښت په سترګه ګوري او په دې برخه کي بشپړه همکاري لري.
ده زیاته کړه، چي له برابرو شويو اقتصادي فرصتونو د ګټي اخستني او د اقتصادي همکاریو د زیاتوالي لپاره اړینه ده، څو د دغه سازمان غړي هیوادونه خپلي هڅي زیاتي کړي.
هغه وویل، چي افغانستان ددې سازمان د یوه غړي هیواد په توګه ژمن دی، چي د سازمان د پياوړتيا او اقتصادي همکاریو د زیاتوالي په موخه په خپله برخه کي ټولي لازمي همکارۍ وکړي.
اجرائیه رئیس د بهرنیو چارو او اقتصاد وزارتونو ته لارښوونه وکړه، چي له ایکو سازمان سره خپل ټول راتلونکي پلانونه او فعالیتونه له منظمو او مشخصو پتو څخه تعقیب کړي.
1 1 دقیقه لوستل