امنیت

لس طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل/ د سلواغې ٢٧مه/ باختر
لس وسله وال طالبان په قندهارکې په دوو نښتوکې ووژل شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه او نن سهار په میوند او خاکرېز ولسوالیوکې بریدونه وشول.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو درېیمې لوا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې دغه طالبان په خپل پټنځي کې د یو لړ ډار اچوونکو بریدونو په طرحه کولو بوخت وو چې پرې بریدونه وشول.
دغه پوځیان وایی چې په وژل شویو کسانوکې د طالبانو یو سیمه ېیز قوماندان ملا پهلوان هم شامل دی.
د را رسېدلو خبرونو له مخې؛ په نښتوکې د طالبانو دوه پټنځایونه له ټولو جنګي وسایلو سره يې له منځه لاړل.
د یو بل خبر له مخې:
پولیسو د قندهار په ګڼ مېشتو لاروکې د اتو ماینونو په کشف سره د یو لړ چاودنو مخه ونیوله.
پاى/ سعیده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته