– نوى ډيلى – بي بي سي – باختر دسلواغې دمياشتې ٢٩
د هند په لويديځ ايالت ماهاراشترا کې پرون دپوليسو ماويستو ياغيانو ترمنځ دنښتې له امله اووه تنه ماويست ياغيان ووژل شول .
باختر آژانس د بي بي سي دخبري سايټ له خولې خبر راکړ :
دغه جګړه له هغه وروسته ونښته چې د ماويستو ياغيانو له خوا دپوليسو په ګزمې ډزې وشوې.
د پوليسو ګزمې د ياغيانو دلټولو په خاطر په يوه کلي بريد وکړ او دنښتې په بهير کې د دوو ښځو په ګډون اووه تنه ياغيان ووژل شول .
دماويستانو ياغي ډله دبيوزلو دحقوقو د دفاع لپاره جنګيږي.
دغې ډلې دهنددڅوايالاتو زياتې سيمې ترخپل کنترول لاندې نيولي دي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ