امنیت

د يوه جګپوړي هيئت له خوا د هرات د امنيتي حالت څيړنه

هرات باختر دغبرګولي دمياشتې  ٣٠ :
د کورنيو چارو وزارت جګپوړى هيئت د هرات ولايت  د امنيتي  حالت د څيړنې په مقصد دغه ولايت ته ورسيد.
دغه هيئت چې د کورنيو چارو وزارت مسلکي او ماهر افسران پکې شامل دي،   د ولايت د مقام د غوښتنې له مخې د وروستيو غلاوو د عواملو د څيړنې په مقصد هرات  ته سفر کړى دى.
د هرات والي محمدآصف رحيمي له هيئت سره په کتنه کې د جرم او جنايت له عواملو سره د جدي چلند غوښتنه وکړه.
رحيمي په هرات کې جنايي پيښې د پوښتنې وړ وبللې او د ټولو چلنجونو او ستونزو د لرې کولو غوښتنه يې وکړه.
د کورنيو چارو وزارت له جنايي جرمونوسره د مبارزې  او د استخباراتو رئيسان  د هيئت په ترکيب کې دي  .
د يوبل خبرله مخې : 
د کورنيو چارو وزارت لوړ رتبه هيئت په هرات کې  د انصار زون له قوماندان سره وکتل.
د کورنيو چارو وزارت له جنايي جرمونو سره د مبارزې رئيس وويل چې ټولې موضوعګانې څيړي او له نږدې د هرات د پوليسو له مسوولينو  او منسوبينو سره   کمزوري او پياوړي ټکي څيړي او د خلکو د آرامۍ په خاطر  د هېواد له جګپوړو مقاماتو سره په سلامشوره کې لازم تصميمونه نيسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته