کابل/باختر/ د زمري ١٧مه
په هرات ښار کې د يوې چاودنې په پايله کې اته کسان ټپيان شول.
د هرات يو امنيتي خبرځاى باختراژانس ته وويل، چې بم په يوموټر کې ځاى پرځاى شوي و.
د هرات د حوزوي روغتون سرطبيب ډاکټر محمد عارف جلالي وايي، چې په پېښه کې د دوو ماشومانو او دوو ښځو په ګډون اته تنه ټپيان شوي دي.
هغه د دوو ټپيانو روغتايي حالت نازک وباله.
ختم_ ج _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ