ټولنه

دراي ورکوونکو لستونه يې وتښتول

کابل باختر د  تلي اته ويشتمه :
ناپيژاندو کسانو د کابل ښار په دولسمې ناحيې پورې اړوند دبې بې عايشې ليسې  دراي ورکولو دمرکز دراي ورکوونکو  لستونه غلا کړي دي .
ددغه مرکز مسوول  دباختراژانس خبريال ته وويل  چې  ناپيژاندو کسانو دده په نه شتون کې  دغه لستونه غلا کړي دي .
دده دڅرګندونوله مخې، په دې مرکز کې دراي ورکولو لس  ځايونه شته چې پنځه يې په ښځو اوپنځه نورې په نارينه و پورې مربوط دى .
  کتوونکي هم دراي ورکوونکو د لستونو  غلا کول  تاييدوي .
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته