فرهنګ

دپنجشير دملي راډيو ټلويزيون نوې ودانۍ جوړيږي.

کابل – باختر د وري دمياشتې ١٨
ټاکل شوې ده تر راتلوونکې يوې اوونۍ پورې دپنجشير ولايت دملي راډيو ټلويزيون د دفترونو او ستديوګانو دودانۍ دجوړولو کار پيل شي .
دغه تاسيسات دملي راډيو ټلويزيون دلوى رياست له خوا د درې سوه زرو امريکايي ډالرو په لګښت په پنجشير ولايت کې جوړيږي چې په دې لاره کې ددغه ولايت دسيمه ييزو مقاماتو له خوا عملي ګامونه اخستل شوي دي .
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې دپنجشير والي انجينير محمد عارف سروري دملي راډيو ټلويزيون دلوى رياست له خوا له استول شوي هيئت سره په کتنه کې اړوندو مسولينو ته لارښوونه وکړه چې ددغه ولايت دملي راډيو ټلويزيون دامريت داړتيا وړځمکه په يو مناسبه سيمه کې ثبته کړي .
دپنجشير ولايت دملي راډيو ټلويزيون دامر سرپرست شکر الله مشعل وايي ټاکل شوې ده ددغه ولايت دملي راډيو ټلويزيون ودانۍ له نړيوالو وسايلو او ستندردونو سره ددغه ولايت دبازارک په مربوطاتو کې جوړه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته