امنیت

دهېواد په بيلابيلو سيمو کې دوه ويشت تنه ډار اچوونکي ووژل شول .

کابل باختر د سلواغې  څليرويشتمه :
دهېواد په بيلابيلو سيمو کې  دامنيتي ځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې دوه ويشت تنه ډار اچوونکى ووژل شول .
  دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ،  په دغو عملياتو کې چې  دډار اچوونکو دځپلو په موخه  د خوست ولايت  دنادرشاه کوټ ،  دميدان وردګو ولايت دسيد اباد ،  دقندهار ولايت دژيړي او غورک ،  دروزګان ولايت  د چوري  ، دهرات ولايت  د ګذرې ، انجيل  ، زنده جان ، غوريانو او دکرخ ،  دبلخ ولايت  ددهدادي ،  دبدخشان ولايت  دارګو ، او دهلمند ولايت دسنګين دولسواليو او دبغلان ولايت په ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدين او دلوګر ولايت  په مرکز پورې اړوند دپادخواب شانه  په ساحو کې  ترسره شول  دوه  ويشت تنه ډار اچوونکي ووژل شول  او يوولس تنه نور ټپيان شول  او يوشمير نور هم  ونيول شول .
  په دغو عملياتو کې  د دښمن  يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم په عملياتو کې دشاملو ځواکونولاس ته ورغلى دى .  او په لسګونه ماينونه کشف او شنډ کړى شوي دي .
  ديوبل خبر له مخې، دملي اردو پنځه تنه سرتيري  دهېواد په بيلابيلو سيمو کې دامنيتي دندو دترسره کولوپه بهير کې  دوسايطو ضد  ماينونو  دچاودنې له امله شهيدان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته