ټولنه

دغوري ماشومانو دمړينې کچې لوړيدل .

کابل باختر د سلواغې  اوولسمه :
په غورولايت کې دماهرو ډاکترانو نشتوالى دماشومانو دمړينې  دکچې دلوړوالې  سبب شوى دى .
  دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې،  دغور ولايت روغتيايي مسوولين وايي په غور ولايت  کې دماشومانو ترمنځ دوالګي  او دشري  ناروغۍ زياتې شوې دي او دغه مسئله  يې څوځلې دعامې روغتيا وزارت له مسوولينو سره طرحه کړې ده خو تراوسه پورې کوم متخصص  ډاکتر دغه ولايت ته نه دى استول شوى دى .
دغور  دروغتون رييس  وايي اوس څه ناڅه يوسلو لس  تنه ماشومان  چې په ډول ډول ناروغيو اخته دي ددغه ولايت په مرکزي روغتون کې بستر دي .
دغور ولايت يوشمير اوسيدونکي هم دماشومانو دناروغيو دمتخصصو ډاکترانو په نشتوالي انتقاد کوي خو وايي چې دخپلو ناروغو ماشومانو دناروغيو دتشخيصولو او درملنې  په خاطر اړ دي چې ګاونډيو ولايتونو يا له هېواد څخه بهر لاړ شي چې زيات لګښت لري .
دغور ولايت  دعامې روغتيا درياست سرپرست وايي چې دغه ستونزه يې  څو څو ځلې  دعامې روغتيا له وزارت سره طرحه کړې ده خو تراوسه پورې دغور ولايت دخلکو ددغې روغتيايي ستونزې لرې کولو لپاره  کوم متخصص  ډاکتر دغه ولايت ته نه دى استول شوى .
ده ويلي دي چې دروان کال په بهير کې يواځې  دغور ولايت   په مرکز فيروزکوه ښار کې پنځه شپيته  تنه ماشومان  دشري او دوالګي په ناروغيو  داخته کيدو  له امله مړه شوي دي . 
دى وايي دعامې روغتيا  وزارت بايد دخلکو ستونزې وڅيړي او دغه ولايت ته متخصص ډاکتران واستوي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته