امنیت

دنوم ورکو سپاهيانو د څلې ترڅنګ دګلو ګيډۍ کيښودل شوې .

کابل باختر دوږي اوولسمه :
دملي امنيت لوى رييس رحمت الله نبيل نن  ددغه رياست  دنوم ورکو سپاهيانو دشهيدانو  له يوشمير کورنيو سره وکتل .
  دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ، په دې کتنه کې لومړى  دملي امنيت لوى رييس  دشهيدانو له کورنيو او له يوشمير  مسوولينو سره  دهغه څلې تر څنګ  چې نوې  دملي امنيت دنوم ورکو سپاهيانو په نامه  جوړ شوى دى  دګلو ګيډۍ  کيښوده او دافغانستان دامنيتي او دفاعي ځواکونو دشهيدانو پاک روح ته يې دعا وکړه .
  وروسته  دملي امنيت لوى رييس  دشهيدانو دکورنيو داحوالو دپوښتنې په ترڅ کې  دملي امنيت دلوى رياست  تاميناتي مرستيال  دملي امنيت دشهيدانو  دکورنيواو دمعلولينو  داحوالو  دڅيړنې  دمسوول  په توګه وټاکه .
  دى موظف  دى  چې دشهيدانو او معلولينو  له کورنيو سره  دروغتيايي ملاتړ ،  دشهيدانو دپاتې کسانو  دحقوقي ملاتړ ،  دملي امنيت ارګان ته  دشهيدانو دوارثانو او معلولينو  دجلب او جذب او دافغانستان دملي امنيت دشهيدانو بچيانو ته دزده کړې  دزمينې دبرابرولو  په اړوند  کار وکړي .
  ددغې کتنې په بهير کې  دشهيدانوکورنيو غوښتنه وکړه چې د ملي امنيت دلوى رياست  دکارکوونکو  او دافغانستان دخلکو  دوژونکو په باب  په بشپړه توګه عدالت تامين شي   او عاملين  دخپلو غير انساني  عملونو سزا وويني .
دغه راز  ميرمن شهناز  دملي امنيت دلوى رياست دمشرتابه په وړاندې  دخبرو په ترڅ کې وويل زه وياړم  چې ځوان زوى  مې  دملي امنيت دلوى رياست  دنوم ورکو  شهيدانو په ليکو کې  شهيد شوى دى .
دملي امنيت  لوى رياست   دافغانستان  دنوم ورکو  سپاهيانو دشهيدانو په درناوي  دملي امنيت  دلوى رياست  په انګړ کې  يو ستر ډيوال  جوړ کړى دى او په هغه کې  دهر شهيد  سپاهي په نامه يو ستورې ځړول کيږي چې دشهيد  داتلوالۍ  درناوي ښيي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته