روغتیا

په ننګرهار کې دکرونا ويروس مخنيوي لپاره تدابير نيول شوي دي

کابل / دکب ١١مه / باختر :
د افغانستان په ختيځ  ننګرهار کې دکرونا ويروس مخنيوي لپاره  يولړ تدابير نيول شوي دي .
د ننګرهار روغتيايي مسوولين وايي چې په ښارونو او لرو پرتو سيمو کې  روغتيايي ټيمونه ګومارل شوي چې خلکو ته دکرونا ويروس په اړوند عامه پوهاوى ورکړي.
ننګرهار له پاکستان سره پر پوله پروت  ولايت دى چې په دې وروستيو کې په پاکستان کې هم د کرونا ناروغۍ د ثبتېدو خبرونه ورکول شوي دي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکتر نصير احمد درانى وايي چې دوى دکورنيو او نړيوالو مرستندويو بنسټونو په همکارۍ له کرونا ناروغۍ سره مبارزې  ته چمتو دي .
هغه وويل:  په بازارونو ، ښارونو او لرو پرتو سيمو کې مو روغتيايي ټيمونه موظف کړي چې پر کرونا د مشکوکو مواردو د تشخيص په صورت کې دغه کسان  تر ځانګړې شرايطو لاندې دقرنطين اودرملنې لپاره  ښار ته واستوي.
د ننګرهار روغتيايي مسوولينو له خلکو څخه وغوښتل چې د لاس ورکولو او روغبړ  څخه ډډه وکړي .او په ورځ کې څو ځلې د لاسونو  پريمنځلو ترڅنګ په ګڼ مېشتو سيمو اوغونډو کې له ماسک څخه استفاده وکړي .
په همدې حال کې افغانستان دکرونا ناروغۍ مخنيوي لپاره ايران ته د مسافرو تګ راتګ  ځندولى دى .
په ننګرهار کې دايران قونسلګري  اوس د ويزې ورکول ځنډولي دي .
پاکستان هم له هغو  هېوادونوڅخه دى چې دکرونا ناروغي پکې خپره شوې ده، خوتراوسه پورې له پاکستان سره د پولې پر تړلو کوم تصميم نه  دى نيول شوى .
ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته