امنیت

درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر دسلواغي شپاړلسمه :
امنيتي ځواکونو په هغوچاڼيزو عملياتوکې چې په تيروڅليرويشتوساعتوکې دهيواد په بېلابېلو سيمو کې ترسره کړل؛ درې تنه وسله وال طالبان ووژل .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: امنيتي ځواکونو د ننګرهار، کاپيسا، کندز، قندهار، زابل اودلوګر د ولايتونو په مربوطاتوکې يولړ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې درې تنه وسله وال طآلبان ووژل شول او پنځه تنه نور يې ټپيان شول .
په دغو عملياتوکې يوه اندازه مهمات او چاوديدونکي توکي هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
دغه راز د ملي پوليسو ځواکونوڅلور ماينونه چې د وسله والومخالفينوله خوا د ننګرهار، قندهار او د نيمروز د ولايتونو په مربوطاتوکې ښخ کړى شوي و؛ کشف او شنډ کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته