ټولنه

په بدخشان کې د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی کمښت موندلى دى

کابل باختر د مرغومي ۳مه
د بدخشان د ښځو چارو رييسه وايي چې په دغه ولايت کې د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی د تېرکال په پرتله کمښت موندلى دى .
د بدخشان د ښځو چارو رييسې پوهنمل ذوفنون حسام ناظق د باختر آژانس له خبريال سره په يوې مرکه کې وويل چې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي قضيو د تېرکال په پرتله سږ کال کمښت موندلى دى .
دې څرګنده کړه چې تېرکال په دغې ادارې کې د تاوتريخوالي  ٢٤٢ قضيې ثبتې شوې وې، خو سږ کال ١٣٢قضيې ثبت شوې دي چې په سلوکې۵۰ کموالى ښيي.
دې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د کمښت علت د ښځو له حقوقو څخه د خلکو د پوهاوي د کچې لوړول، د رسنيو رول او دغه راز د دغه ولايت د ښځو چارو د ادارې هغه هلې ځلې وبللې چې په دې برخه کې ترسره شوې دي.
  ختم_سعيده _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته