کابل باختر دثوردمياشتې ٢٧ :
د پوهنې وزيرنن دميدان وردګو ولايت په بېلابېلوسيموکې د ښوونځيو اتلس نوې عمراني پروژې پرانستلې.
د پوهنې وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
د هېواد د پوهنې وزير فاروق وردګ د افغان _ ترک د دوستۍ ښوونځى چې د جمهور رييس حامدکرزي په نامه نومول شوى دى او نوې جوړې شوې پروژې پرانستلې اوګټې اخيستنې ته يې وسپارلې .
د پوهنې وزير د حامدکرزي ليسه چې په دې وروستيو وختوکې د ترکيې دبيا جوړولودټيم له خوا ولايتي منسوبينو ته سپارل شوې ده؛ هغه يې ددغه ولايت د ښوونې او روزنې په برخه کې يو ستر برياليتوب وباله.
د حامدکرزي ليسه دترکيې د بيارغاونې د ټيم په ودانۍ کې ده چې د ليليې او د تدريسي چارو لپاره جلا جلا تاسيسات او ودانۍ لري.
دغه تاسيسات د درې اعشاريه اتو مليونو امريکايي ډالرو په لګښت جوړشوي دي چې د دوست هېواد ترکيې له خوا ورکړاى شوي دي او ټول ضروري ملحقات په کې په پام کې نيول شوي دي .
د پوهنې وزير دغه ليسه معياري او د دغه ولايت خلکو ته نمونه وبلله .
دغه راز دپوهنې وزير فاروق وردګ د ښوونځيو اتلس ساختماني پرو ژې چې
نوې جوړې شوې دي او نږ دې درې سوه مليونه افغانۍ پرې لګيدلې دي؛ هم پرانستلې .
ددغو پروژو له جملو څخه اووه ښوونځي د بهسودو په لومړۍ برخه کې، څلور ښوونځي په ميدان ښارکې، درې ښوونځي په سيدآباد ولسوالۍ کې او يو يوښوونځى د نرخ، جلريز او بهسودو په ولسوالۍ کې دي چې ساختماني چارې يې
په ١٣٩٢ کال کې پاى ته رسيدلې دي.
0 1 دقیقه لوستل