ټولنه

په ميدان وردګوکې د ولس غږ ټولنې له خوا اته سوه نيالګي اېښودل کيږي

کابل/ باختر/ د وري د مياشتې ۱۳ مه
د پراخ اشر په ترڅ کې د میدان ښار په بېلا بېلو سيمو کې د اته سوه نیالګيو د ايښودلو کمپاین پیل شو.
د باختر اژانس د خبر له مخې:
دغه مرسته د انجنیر شهاب حکیمي له خوا شوې ده چې د ولس غږ ټولنې غړو، مدني فعالینو او ځوانانو له خوا به د میدان ښار په بیلا بیلو سیمو کې کیښودل شي.
د دغې  ټولنې مسئولینو د ښاروالۍ له مسئولینو څخه وغوښتل ترڅو د ايښودل شویو نیالګیو پالنې ته دې زياته پاملرنه وکړي.
د ميدان وردګو د والي ویاند عبدالرحمن منګل خلک، ځوانان او مدني فعالان د نیالګیو ساتنې ته د هڅولو ترڅنګ د هېواد په سمسورتيا کې د نويو نیالګيو ايښودل مهم وبلل.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته