ټولنه

په حيرتانو کې دوه زره پنځه سوه جريبه ځمکه دملي دفاع وزارت له خوا غصب شوې ده

کابل باختر د سلواغې دمياشتې  ٢٦ :
د بلخ  ولايت  د ځمکه والۍ  دادارې سرپرست ادعا کړې ده چې دملي دفاع وزارت  څه دپاسه دوه زره پنځه سوه جريبه ځمکه په حيرتانو کې غصب کړې ده
دبلخ ولايت  دځمکه والۍ د ادارې سرپرست  شيرشاه هوتک وايي  چې دحيرتانو په بندري ښارګوټي کې ددغې ادارې   څه دپاسه نهه زره جريبه ځمکه شته  .
ده په دې بيان سره  چې له دې جملې څخه دوه زره پنځه سوه جريبه يې  د ٢٠٩ شاهين قول اردو له خوا غصب شوې  ده زياته کړه ؛  دغه قول اردو له څو کلونو را په دې خوا  دغه ځمکې  پانګه والو ته په ا جاره ورکړې ده  .
هوتک زياته کړه  له هرجريب ځمکې څخه دغه قول اردو دمياشتې ٣٥٠٠ افغانۍ ترلاسه کوي چې دغه پيسې بايد دځمکه والۍ د ادارې له خوا ددولت  خزانې ته تحويلې شي .
هوتک دغه کار  ددولتي ځمکه والۍ د اصولو پرخلاف وباله او ويې ويل ؛ له دې وروسته اجازه نه ورکوي چې غيرقانوني ملکيتونه د ٢٠٩ شاهين قول اردو په واک کې وي.
په همدې حال کې   دحيرتانو په بندري ښارګوټي کې پانګه والو ديوې اعتراضيه غونډې په ترڅ کې وويل چې بايد مشخصه شي  چې دوى له  کوم مرکز سره معامله لري.
دوى ټينګار کوي چې پانګه وال  چې له قول اردو څخه يې ځمکه په اجاره نيولې ده په مليونونو ډالره  پانګه اچونه يې کړې ده  .
دحيرتانو دبندري ښارګوټي رئيس عبدالرووف اميري  دبلخ دځمکه والۍ درئيس دڅرګندونو په تائيدولوسره وايي  چې دملي دفاع له وزارت سره زياتې  خبرې شوي دي  خو نتيجه يې نه ده ورکړې.
له بله پلوه دشاهين قول اردو  مسوولين وايي چې دغه ځمکه ددوى په واک کې ده او وايي چې دغه ځمکه دملي دفاع په وزارت پورې  اړه لري .
دشاهين قول اردو  مطبوعاتي وياندنصرت الله جمشيدي وايي  چې پخوا دغه ځمکې  دملي دفاع وزارت ته ورکړل شوي دي چې سند هم په واک کې لري.
دحيرتانو ښارګوټى دافغانستان په شمال کې له مهمو تجارتي بندرونو څخه دى   چې په تير وڅو کلونو کې په مليونونو ډالره  پکې پانګه اچونه شوې  ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته