امنیت

دولس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول

کابلباختردجوزا٢٥
دولس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول، نهه تنه ټپيان او درې تنه ونيول شول او يوه اندازه وسله ترلاسه شوه.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: دملي اردو منسوبينو دسولې او امنيت د ټينګښت په مقصد دقندهار ولايت د ميوند ولسوالۍ په مربوطاتوکې چاڼيزعمليات ترسره کړل چې له امله يې شپږ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول اويوه اندازه وسله ترلاسه شوه.
دغه راز د بلخ ولايت دچمتال ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ملي اردو دمنسوبينو دچاڼيزو عملياتو په بهيرکې درې تنه وسله وال مخالفين ونيول شول او درې کلاشينکوفونه، د توغندي ويشتونکى دوه ماينونه او دوه موټرسايکلونه ترلاسه شول.
دغه راز دميدان وردګو ولايت دسيداباد ولسوالۍ په مربوطاتوکې دملي اردو د منسوبينو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې دوه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او درې تنه نورټيان شول او له يوې ا ندازې مهماتو، دوو مخابرو او د دريو بي بي ايکس ټيلفونونو سره دوه ميله وسله ترلاسه شوې ده او د ملي اردو او ملي پوليسو د هغو ګډوچاڼيزو عملياتو په بهيرکې چې د يوې ورځې په موده کې د کابل ولايت دسروبي ولسوالۍ دګوګا منډې د کلي په مربو طاتو کې دوام درلود؛ څلورتنه وسله وال مخالفين ووژل شول اوشپږ تنه نور يې ټپيان شول.
ديو بل خبر له مخې: دلوګر ولايت د مرکز پل علم په مربو طاتوکې په واټ کې د ښخ کړاى شوى ماين د چاودنې له امله دملي اردو دوه تنه منسو بين شهيدان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته