کابل باختر د ثور لسمه :
څلور وسله وال طالبان په ننګرهار ولايت کې په دې وروستيو وختو کې ووژل شول او څه ناڅه اته تنه نور يې ټپيان شول .
دغه جګړې په تيره شپه او ورځ کې په حصارک ، خوږياڼيو اوچپرهار ولسواليو کې شوې دي .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته خبرورکړ په دغو جګړو کې څلور وسله وال طالبان ووژل شول اواته تنه نور يې ټپيان شول .
ده زياته کړه جګړې په حصارک ، خوږياڼيو اوچپرهار ولسواليو کې دوسله والو طالبانو پرکاروان او پټنځيو باندې دپوځيانو له بريد وروسته شوې دي .
ويل کيږي په دغو جګړو کې سرتيرو او دسيمې خلکو ته کوم زيان نه دى رسيدلى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ