فرهنګ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت غوښتنه

کابل_باختر د چنګاښ د مياشتې٣ مه
له رسنېو او کورنېو څخه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت غوښتنه!
درنو هېوادوالو او قدرمنو رسانه والو!
دا چې د کوچني اختر په درشل کې یو او دغه اختر د نیکمرغیو او خوښیو په ولولو سره ونمانځو او همدارنګه دا اختر د یوې عظیمې میاشتې څخه وروسته د همدې میاشتې له برکته یوه خوښي ده نو په پېل کې له ټولو رسنیو څخه غوښتنه کوو، چې  خپل اختریز پروګرامونه د افغاني فرهنګ او د افغان ولس له عنعنو سره سم چمتو کړي او په ځانګړي ډول خپلې تفریحي خپرونې داسې ترتیب کړي ترڅو کورنۍ یې په ګډه سره وګوري.‌
په همدې ډول د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له ټولو کورنېو څخه غوښتنه کوي‌،‌ چې د نیکمرغه کوچني اختر په رارسېدو سره د ګاونډېو هېوادونو هغه بد فرهنګ چې زموږ د کوچنیانو لپاره پلاستیکي‌ وسلې بازار ته وړاندې کوي، ډډه وکړي او خپل اولادونه پرې نږدي، تر څو دا ډول د لوبو توکي‌ را ونیسي‌. په همدې ډول له ټولو درنو هټۍ والو، امنیتي‌ ځواکونو، کابل ښاروالۍ او د ولایتونو له ښاروالېو څخه غوښتنه کوو ،چې د دا ډول توکو د پلور مخه ونیسي.‌
په پای کې د ټول افغان ولس لپاره د اختر د نمانځلو د ښو شېبو غوښتونکي یو او د ټولو دې کوچنی اختر نېکمرغه او مبارک وي‌. ‌هیله ده چې دا اختر د سولې او ورورګلوۍ په چاپېریال کې ونمانځل شي. د یو سوکاله، ښیرازه او آباد افغانستان په هیله.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته