ټولنه

د پنجشير ولايت راستنوشويوکسانو ته په پروان ولايت کې د استوګنې ځمکه ويشل شوې ده

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٨
په روان کال کې د پنجشير ولايت يو زرو پنځوسو راستنې شوې کورنۍ د کورونو خاوندانې شوې دي .
د پنجشير ولايت د مهاجرينو د راستنولو د چارو رييس انجنير عبدالمجيد فيروزي د باختر آژانس خبريال ته وويل: د پنجشير ولايت د مهاجرينو د راستنولو د چارو رياست په روان کال کې په يو زرو پنځوسو راستنو شويوکورنيو د پروان ولايت د مهاجرينو په ښارګوټي کې ٣٠٠ جريبه ځمکه د استوګنې د نمرو په خاطر ويشلې ده.
فيروزي وويل: له ګاونډيو هيوادونو څخه د پنجشير ولايت ته راستنې شوې کورنۍ د شپږو زرو افغانيو په ورکولو سره د استوګنې نمرې ترلاسه کوي.
ده وويل: د پروان ولايت د مهاجرينو په ښارګوټي کې تفريحي پارکونه، ورزشي ډګرونه، ښوونځي، کلينيک او جومات په پام کې نيول شوي دي.
فيروزي وويل: تراوسه پورې په لسګونو راستنې شوې کورنۍ په دغه ښارګوټي کې ميشتې شوې دي او نورې يې د اقتصادي ستونزو له امله په دې نه دې بريالې شوې چې کورونه جوړکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته