نړۍ

ددريو معلولو ماشومانو په وژنې مشکوکه مور ونيول شوه .

-لندن  باختر د ثور څلورمه :
دلندن پوليسو يوه مور چې دخپلو دريو تنو معلولو ماشومانو په وژنې مظنونه ده ، نيولې ده .
ديوې څلور کلنې نجلۍ مړى له خپلو دوو دوه ګانيو ورونو سره چې درې کلن و او درې واړه يې دژنتيکي معلوليت له پلوه ځوريدل ددغې ښځې او دهغې دميړه په کور کې ترلاسه شوي دي .
لکه څنګه چې له لومړنيو رپوټونو څخه څرګنديږي  ددغو ماشومانو مور دوه ويشت کلنه تانيا کلا رنس په دايمي ډول هغوى ساتل .
ميرمن کلارنس او ميړه يې يوبل اووه  يا اته کلن ماشوم هم لري چې پوليسو رپوټ ورکړى دى چې هغه روغ رمټ دى
دپوليسو درپوټ له مخې تانيا کلارنس دسه شنبې دورځې  په مازيګر دبرسيرنو ټپونو ددرملنې لپاره روغتون ته بيول  شوې وه خو څو ساعته وروسته رخصته شوه له هغه وروسته پوليسو هغه دخپلو دريو تنو ماشومانو دوژنې په اړوندونيوله .
پوليس په اوس وخت کې دبل مظنون په لټه کې نه دي خو لاتراوسه پورې  هم ددغې پيښې دجزئياتو په باب يې رپوټ نه دى خپور کړى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته