سیاست

اجرائيه ریاست پر امریکايي پوهنتون د شوي ترهګریز برید له قربانیانوسره نقدي مرسته وکړه

کابل_باختر د لړم د مياشتې ٣ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله په حکم د امریکايي پوهنتون د هغه ترهګریز برید د قربانیانو له کورنیو سره د څلور میلیونو او دوه سوه زرو افغانيو نقدي مرسته وشوه، چې په دې برید کې یې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي وو.
د اجراييه رياست د وياند دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ:
د وږي په درېیمه نېټه وسله والو مخالفانو په کابل کې پر امریکايي پوهنتون برید وکړ، چې په کې شپاړس تنه شهیدان او کابو 53 تنه په کې ټپیان شول.
د اجرائيه ریاست د مرستو مسوول اسلام الدین سکندر واي،ي چې د اجرائیه رئیس د حکم له مخې د هر شهید کورنۍ ته سل زره او هر ټپي ته پنځوس زره افغانۍ منظورې شوي، چې نن ورکړى شوې. دغه مرستې د حکومت له 92 کوډ څخه ورکړى شوي دي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته