نړۍ

دامريکادبهرنيو چارو نوى وزير ددغه هيواد دسنامجلس دباور رايه ترلاسه کړه.

کابل – باختر دسلواغۍ يولسمه :
دامريکا دسنامجلس ددغه هيواد دسنا مجلس دبهرنيو اړيکو رييس جان کري ددغه هيواد دبهرنيو چارو دنوى وزير په توګه تاييد کړ.
جان کري چې په خپله دماساچوست له ايالت څخه يو جمهوريت غوښتوونکى سناتور و دجمهورى رياست د٢٠٠٤ کال له انتخاباتي مبارزو وروسته چې ويې نه کراى شول.دامريکا دجمهوري رياست مقام ترلاسه کړي ، دامريکا د سنامجلس دبهرنيو اړيکو په برخه کې کارکوي او تيره مياشت دبارک اوباما دجمهورى رياست په دويمه دوره کې ددغه هيواد دبهرنيو چارو دنوى وزير په توګه معرفي شو .
جان کري نهه شپيته کلن دى او اته ويشت کاله دامريکا سنامجلس غړي و.
جان کري په ځوانۍ کې دويتنام په جګړه کې ګډون وکړ او وروسته دجګړې ضد ديو فعال په توګه يې دامريکا سياسي ډګر ته ور ودانګل .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته