ټولنه

دآمو سيند داوبو څپانده کيدل د کرنيزو ځمکو او دکورونو دويجاړولو سبب شوي دي .

کابل باختر د غبرګولي يوولسمه :
دآمو سيند داوبو څپانده کيدل په بلخ ولايت کې د کرنيزو ځمکو او دخلکو داستوګنې  دکورونو دويجاړولو سبب شوي دي .
په امو سيند کې داوبو څپانده کيدل دبلخ ولايت په سرحدي  ولسواليو کې دسلګونو جريبه  کرنيزو  او داستوګنې  د کورونو دويجاړولو سبب شوي دي .
  دبلخ ولايت دکلزار او شورتيپې  دولسواليو اوسيدونکي شکايت کوي چې هرکال  دباران او واورې له اورښت او دپسرلي دفصل له رسيدو وروسته دامو سيند څپانده کيږي او له امله يې  دخلکو کورونو او دکرنيزو ځمکو ته زيان رسيږي . 
دبلخ ولايت  دشورتيپې  ولسوالۍ يوه قومي  مشر دباختراژانس خبريال ته وويل  له يوې مياشتې راپديخوا په آمو سيند کې اوبه څپانده شوي دي او ددوى داستوګنې دکورونو دويجاړولو تر څنګ ددغې ولسوالۍ دتاش ګذر په ناحيه کې دمزارشريف  او دشور تيپې  د ولسوالۍ   مواصلاتي لاره يې تړلې ده .
  دده دڅرګندونو له مخې، ددغې ولسوالۍ  ديارلس کلي داوبو د څپانده کيدو  له سخت ګواښ سره  مخامخ دي .
له بله پلوه  دشورتيپې ولسوالۍ ته څيرمه دکلدارو ولسوالۍ اوسيدونکي هم په حکومت  دامو دسيند دغاړو دنه ټينګښت تور لګوي  او ادعاکوي چې  دتيرې  يوې مياشتې  په بهير کې داوبو څپانده کيدو ددغې ولسوالۍ په نهو کليو کې داستوګنې  پنځوس کورونه ويجاړ کړي دي اوکرنيزو ځمکو ته يې هم زيان اړولى دى .
دکلدارى ولسوالۍ يوبل اوسيدونکي وايي زموږ کورونه او بو  وړي دي زموږ  کرنيزې ځمکې ويجاې شوې او دولت هم زموږ په  فکر کې نه دي چې څه کيږي اومرسته هم نه کوي، دولت دې بايد دسيند غاړي ټينگې کړي .
دبلخ ولايت سکتوري  رييس ذبيح الله اختري وايي چې سيمه ئيز حکومت دآمو دسيند دڅپو  او داستوګنې دسيمو او دکرنيزو ځمکو دويجاړتيا دمخنيوي په لاره کې کمزورى دى  دوى دآمو سيند دغاړو دټينګښت په خاطر مرکزي  حکومت  ته وړاندېز کړى دى خو تراوسه پورې ځواب نه دى  ورکړ شوى او داهغه  ستونزه ده چې له کلونو کلونو  راپديخوا  شته خو  موږ دسيند دغاړو دتينګښت  ځواکمني نه لرو .
  داپه داسې حال کې ده چې هرکال دامو سيند داوبو دڅپانده کيدو له امله په افغانستان کې په سلګونو جريبه ځمکه له منځه ځي   اوهيڅکله به مخه يې و  نه نيول شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته