ټولنه

دميرزااولنګ له بې ځايه شويو کسانو سره مرسته وشوه .

کا بل باختر د تلې اوولسمه :
دسرپل ولايت  دصياد ولسوالۍ  دميرزا اولنګ  له بې ځايه شويو کسانو سره  نن مرسته وشوه .
  په سرپل ولايت کې   دخورشيد  دټولنيزې  فرهنګي او  قراني موسسې  مسوول  محمد ظاهر نعيمي  باختراژانس ته وويل  چې دغې موسسې  دسرپل ولايت  دصياد ولسوالۍ  دميرزااولنګ له درې څخه له يوسلو پنځوسو بې ځايه شويو کورنيو سره  مرسته کړې ده  چې هرې کورنۍ ته يې  يوه پنځوس کيلويي بورى  اوړه او ژمني جامې  ورکړې دي .
ده زياته کړه  دوى په پام کې لري  چې  داسلام دستر پيغمبر حضرت محمد مصطفي ( ص ) دنيکمرغه ميلاد په درناوى ددغې درې  له نورو بې ځايه شويوکسانو سره هم مرسته  وکړي .
  ختم- ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته