سیاست

يوناما: موږ د افغان ښځو ترڅنګ ولاړ يوو

کابل/ د ليندۍ ٤مه/باختر
په کابل کې يوناما د افغانستان له حکومت او خلکو څخه غوښتي دي چې د جنسي  تاوتريخوالي د پاى رسولو لپاره هلې ځلې وکړي.
د باختر آژانس د خبرله مخې: په افغانستان کې د ملګرو ملتو سازمان د معاونت سازمان (يوناما) د افغانستان له حکومت او خلکو څخه غوښتي دي چې د جنسي تاوتريخوالي د پاى ته رسولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي او په دغه شان  تاوتريخوالي کې د تورنو کسانو معافيت پاى ته ورسوي.
يوناما نن (د ليندۍ په ٤مه) د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي: سږ کال د جنسيت پربنسټ د تاوتريخوالي د له منځه وړلو له ورځې څخه د ( نړۍ نارنجي کړٍئ؛ د جنسي تېري په وړاندې د نسل په برابرۍ سره مبارزه کوي) ترشعار لاندې نمانځل کېږي.
يوناما ويلي دي چې د تاوتريخوالي د پاتې کسانو د غږ د ملاتړ او پياوړي کولو  او تاوتريخوالي او د جنسي تېري د پاى ته رسولو لپاره د عدالت غوښتنې غږ د پياوړي کولو لپاره تمرکز او ټينګار کوي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو سازمان ځانګړي استازي  تاداميچي ياماماتو وايي: "موږ د افغان ښځو پياوړى غږ چې دغه شان تاوتريخوالي تجربه کړي دي، اورو. له هغو خطرونو او  چلنجونو سره سره چې د دوى د خونديتوب په برخه کې شته؛ د هغې ټولنې په ګډون چې پکې ژوند کوي؛ هغوى د جنسيت پر بنسټ او د جنسي تاوتريخوالي د پاى ته رسولو لپاره د عدالت غوښتنې په لاره کې ولاړ دي، موږ بايد د هغوى ترڅنګ ودرېږو."
هغه دغه راز ويلي دي چې له مجازاتو معافيت او د جنسي تاوتريخوالي او د جنسيت پربنسټ د پراختيا عادي کېدل بايد پاى ته ورسېږي.
پاىجذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته