ټولنه

په هرات کې له خبريالانوسره په ملاتړ او درسنيو دخبر رسولو دپياوړتيا په ملاتړ ټينګار.

کابل باخترد سلواغې يوولسمه :
دهرات والي د خبريالانو اودرسنيو له خاوندانوسره په ملاتړ او خلکو ته دخبر رسولو  په پياوړتياباندې ټينګار وکړ .
دهرات والي عبدالقيوم رحيمي  تيره شپه په هغې ميلمستيا کې چې دولايت درهبرۍ  له خوا دروژې دمبارکې مياشتې دوروستى لسيزې او دقدر دشپو په مناسبت شوې وه دخبريالانود هڅواوهاند درناوى وکړ .
په دې ميلمستيا کې چې په ازادي بڼ کې شوې وه ګڼ شمير  خبريالانو درسنيو خاوندانو اودملي او نړيوالو  دسيمه ئيزو رسنيو مسوولانو اوفعالينو ګډون کړى و .
  په هرات ولايت کې  څه دپاسه پنځوس  سيمه ئيزې رسنۍ او له يوسلو پنځوسو څخه زيات سيمه ييزملي اونړيوال خبريالان، ورځپاڼه ليکوونکي او تصور اخستوونکي شتون اوفعاليت لري .     ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته