ښوونه او روزنه

دلوړو زده کړو وزارت دکانکور د آزموينو د رياست خبرتيا

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢١
دلوړو زده کړو وزارت دکانکور د آزموينو د رياست خبرتيا
دکابل ښار دپوهنې په رياست پورې اړوند د استاد مصباح ،ناهيد شهيد ، سردار کابلي، آزادخان  ،قابل باى،حاجي عبدالقدير،  سوريا،  بى بى ساره ،  محراب الدين ،محمد اسميل حسن زي، محمد انور بسمل او د زينب کبرا  د ليسو او دکابل ولايت د اړوندو ولسواليو دليسو د ١٣٩٢ کال او دتيرو کلونو د عمومي  او متفرقه د دولسمو ټولګيو دفارغانو د کانکور   د آزموينې ټولو داوطالبانو د کانکور د آزموينې ټولو داوطالبانو ته خبر ورکول کيږي چې   دکانکور په آزموينه کې دشموليت کارتونه د روان کال دسلواغې دمياشتې له دوه ويشتمې نيټې څخه په دوې   پورې په اړوند ليسو کې  ويشل کيږي .
ددغو ليسو دفارغانو دکانکور آزموينه  د روان کال دسلواغې دمياشتې په  اووه ويشتمه نيټه ديکشنبې دورځ   دسهار په اتو بجو او ديرشو دقيقو په کابل پوهنتون ،دکابل په طبي پوهنتون، دکابل په پوليتخنيک پوهنتون او دشهيداستاد رباني دښوونې او روزنې په پوهنتون کې اخستل کيږي د آزموينې ځاى او خونه په کارت کې ليکل شوي دي او داوطلبان دې  په ټاکلي  وخت او ورځ   اړونده پوهنتون   ته ورشي.
دغه راز دکانکور د آزموينې له ټولو شاملانوڅخه غوښتنه کيږي چې په  تودو جامو سمبال وي  او د آزموينې په ورځ   دې د  آزموينې صحن   ته دموبايل ،   مخابرې ، وسلې او دهر راز الکترونيکي وسايلو له راوړلو څخه  ډ ډه وکړي.
له  داوطلبانو سره ددغو وسايلو دليدلو په  صورت کې هغوي دآزموينې له صحنې څخه ايستل کيږي او امنيتي مسوولينو ته  معرفي کيږي.
سربيره پردې له ټولو داوطلبانو څخه غوښتنه کيږي چې د آزموينې په ورځ  د تابعيت تذکره ، خو دکار قلم اويا تور توش له ځان سره  ولري.
دنورو  ليسو دفارغانو آزموينه به   وروسته اعلام او  واخستل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته