ټولنه

په نيمروز کې داوربند له اعلام سره ملاتړ وشو .

کابل باختر د غبرګولې دمياشتې ٣١ نيټه: دنيمروز ولايت يوشمير عالمانو پرون په يوه غوڼډه کې داوربند له اعلام سره خپل ملاتړ څرګند کړ . دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې ، په دې غونډه کې دنيمروز والي انجنير محمد سميع دپوځيانو او دطالبانو دډلې له خوا داوربند د رعايتولو له امله په مننې سره وويل داوربند اعلام وښودله چې دهېواد ټول خلک له جګړې څخه ستړي شوي دي اوپه هېواد کې ددايمي او هميشنۍ سولې غوښتنه کوي . دنيمروز والي زياته کړه دهېواد دجمهور رييس له لارښوونې سره سم به اوربند ته دوام ورکړو او څرنګه چې په سوله کې خير سوکالي ارامي او نيکمرغي نغښتې ده له ټولو وسله والو مخالفانو څخه غواړو چې له اوربند سره دملاتړ له لارې ددايمي سولې دخبرو لپاره زمينه برابره کړو . په دې غونډه کې دنيمروز ولايت دحج او اوقافو رييس مولوي حزب الله مولوي زاده له اوربند سره دملاتړ داعلامولو په ترڅ کې ددايمي اوربند په ټينګښت کې دانحطاف مننې غوښتنه وکړه او سوله يې ډير ستر الهي نعمت وباله . پاى_ ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته