خبرونهسیاستتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د اسعارو د لېږدونې محدودول او د پرديو هېوادونو په پيسو د راکړې ورکړې بندول د ملي اقتصاد د پياوړتيا لپاره قوي اراده ده

تبصره، کابل، دسلواغې٢٠ مه، باختر

د اسلامي امارت وروستۍ اعلاميه، چې د اسعارو لېږدول محدودوي او د نورو هېوادونو له پيسو څخه یې ګټه اخیستنه منع کړې ده، د ملي اقتصاد د پياوړتيا لپاره د قوي ارادې ښکارندوى دى.

د باختر آژانس مبصر ليکي: رياست الوزرا په دې وروستيو کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره د هېواد له ټولو سوداګرو، صرافانو، د قېمتي ډبرو له سوداګرو او خلکو غوښتي، چې د راکړې ورکړې پر وخت د هېواد له ملي پيسو څخه استفاده وکړي او څوک نه شي کولاى د هوايي ډګرونو له لارې له ۵ زره ډالرو څخه زياتې او د ځمکني ترانسپورټ له لارې ۵۰۰ ډالرو څخه زيات ډالر ولېږدوي.

دغه راز په اعلاميه کې د سرو زرو او د قېمتي ډبرو د لېږدولو په اړه هم خبرې شته، چې بايد د خلکو او سوداګرو له لوري په پام کې ونيول شي.

د اعلاميې له محتوا څخه ښکاري، چې بهر ته د اسعارو د لېږدونې د مخنيوي او د سيمې د هېوادونو په پيسو د راکړې ورکړې د مخنيوي او د لرغونو اسعارو د قاچاق د مخنيوي په اړوند نوې پرېکړه ټول د ملي هويت د ارزښت او د ملي اقتصاد د ثبات لپاره ډېر مهمه ده.  په داسې حال کې چې نن د افغانستان پر اسلامي امارت د فشار د اچولو لپاره زياتره له اقتصاد څخه د فشار د آلې په توګه استفاده کېږي او زياتې هلې ځلې کېږي، چې ملي خزانه له بهرنيو اسعارو څخه تشه شي، په ټوليزه توګه د مغرضو کړيو باور او نظر دا دى، چې يوازې د اقتصاد د کمزوري کولو لپاره کولاى شي په افغانستان کې نوى نظام کمزورى کړي، همدا دليل دى، چې له هېواد څخه د اسعارو د قاچاق پروګرامونه جوړېږي، د افغانستان ملي شتمنۍ کنګل کېږي او د يو ملت پر وړاندې نورې ناخوالې رامنځته کېږي.

نن د راکړې ورکړې بنسټ او پر دولتونو د خلکو باور اسعاري زېرمې دي.

پياوړى اقتصاد د خپلو اسعارو لپاره د تبادلې ښه بيه لري په ټوليزه توګه هر پياوړى اقتصاد په ښو پروګرامونو پورې تړلى دى.

په داسې حال کې چې د اقتصادي پروګرامونو په نشتوالي کې سالم او مشروع اقتصاد زيانمن کېږي او زيانمن پاتي کېږي، د نورو د ناوړو پروګرامونو پر وړاندې بې توپيره پاتې کېدل او په هېواد کې د نورو هېوادونو له پيسو څخه استفاده زياتې منفي پايلې لري، چې بېوزلي، نيمګړى اقتصاد او نيمګړي ملي اقتدار به پايلې وي.

موږ نن په داسې نړۍ کې ژوند کوو، چې اقتصادي نيمکړتياوې يې څرګندې دي، دغه شان ستونزې زموږ په ګاونډيو هېوادونو کې د تعريف وړ دي او ليدل کېږي، دغه هېوادونه هلې ځلې کوي، څو په يو ډول نه يو ډول ځان له اقتصادي منجلاب څخه وباسي او د ډالرو د پېرودلو او د هغه د قاچاق لپاره زياتره پر افغانستان تمرکز کوي.

همدا دليل دى، چې اسلامي امارت پرېکړه کړې، چې بهر ته د اسعارو لېږدول محدود کړي او په هېواد کې د بهرنيو هېوادونو له پيسو څخه استفاده بنده کړي، هدف دا دى، چې ملي اقتصاد اغېزمنونکي نه وي او بايد پرمختګ ولري.

\ج \  ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا