اقتصاد

د سيمې له ځوانانوڅخه د ټاپي پروژې لپاره د بشري ځواک استخدام

 هرات باختر دغبرګولي دمياشتې  ١٨ :
د هرات د ولايتي شورا د سيمې له اوسيدونکوڅخه دټاپي پروژې داړتيا وړ بشري ځواک د استخدامولو غوښتنه کوي.
د هرات د ولايتي شورا رئيس د کانونو وزارت او د ټاپي پروژې له هيئت سره په کتنه کې وويل چې د دغې پروژې د کار پيل کولاى شي د امنيت په ښه والي کې مستقيمه اغيزه ولري.
ده وويل: د هرات د ولايتي شورا  غوښتنه دا ده چې له هر تګلورى څخه چې دغه نل ليکه تيريږي، د امنيت په تامينولو او کارګري برخوکې د همدغو سيمو خلکو څخه استفاده وشي چې دغه کار د دې سبب کيږي چې د سيمې د خلکو د امنيت او د پروژې د پرمختګ په برخه کې زياته پاملرنه او همکاري وکړي.
د کانونو رئيس وويل: دغه هيئت د خپلو کاري پروګرامونو د پرمخ بېولو په خاطر هرات ته راغلى دى او غواړي د ټاپي پروژې په باب د هرات د خلکو د استازو نظريې او وړانديزونه واوري .
د ولايتي شورا مرستيال توريالي طاهري او د دغې شورا غړي عفيف هم د ټاپي پروژې د ارزښت په باب خبرې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته