(PS)سیاست(PS)خبرونهTOP(PS)

د اسلامي امارت او په افغانستان کې د مېشتو نړيوالو ادارو تر منځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

کابل، د غبرګولي ۳مه، باختر
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مېشتو ادارو او د افغانستان اسلامي امارت اړوندو ادارو تر منځ د همغږۍ غونډې کوربه وو.
د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي په دغه غونډه کې د ملګرو ملتونو له ادارو او مرستندويانو څخه د افغانستان له خلکو سره د مرستو له کبله مننه وکړه او ويې ويل چې افغانستان د ځوان خواريکښ کاري ځواک او پراخو طبيعي زېرمو په لرلو سره د پرمختګ او پر ځان بسياينې بې ساري ظرفيت لري، خو څرنګه، چې هېواد ۴ لسيزو جګړو ځپلی، د يو څه وخت له پاره د نړيوالو مرستو ته اړتيا لري، تر څو افغانستان په خپلو پښو ودريږي.
د اسلامي امارت د بېلابېلو وزارتونو مشرانو په دغه غونډه کې د ملګرو ملتونو ادارو او نورو خيريه بنسټونو ته په خپل وار د هر ډول همکارۍ ډاډ ور کړ او غوښتنه يې وکړه، چې هېواد ته ‏د راتلونکو مرستو د لا ډېر مؤثريت او روڼتيا د باوري کولو په موخه له اړوندو سکتوري وزارتونو سره همغږي نوره هم پياوړې شي او د پروژو په طرحې او تطبيق کې د افغانستان د خلکو لومړيتوبونه په پام کې ونيول شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي او د يوناما مرستيال رامز الاکبروف په خپلو خبرو کې وويل چې موخه يې د افغانستان پرځان بسياينه او سوکالي ده.
نوموړي زياته کړه، چې دوی په دې هڅه کې دي ترڅو د مرستو وېش داسې ډول تنظيم شي، چې خلکو ته کاري فُرصتونه رامنځ ته کړي او د اقتصاد څرخ په حرکت راشي.
د يادونې وړ ده، چې د دغه غونډې په پای کې دواړو لورو د لا زياتې همغږۍ په موخه د افغانستان اسلامي امارت او ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو تر منځ د همغږۍ د يوې کمېټې پر جوړولو هوکړه وکړه.
افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا