ټولنه

د الینګار ولسوالۍ په زلزله ځپلو کورنیو دلنډمهالواستوګنځيو او غیر غذايي توکو مرسته وویشل شوه.

کابل باختردلړم شپږمه
د لغمان دوالي عبدالجبار نعیمي په لار ښوونه د لغمان د سرې میاشتې ریاست له لوري دلنډمهالواستوګنځيو او غیر خوراکي توکو برابره شوې مرسته نن د الینګار  ولسوالۍ په شپېتو زلزله ځپلو کورنیو په دغه ولسوالۍ کې وویشل شوه.
دلغمان ولايت داطلاعاتواوفرهنګ رييس باخترآژانس ته خبرورکړ.
دغه برابره شوې مرسته چې د دغې ولسوالۍ د مسولینو تر نظر لاندې په زیانمنو شویو کورنیو وویشل شوه، په کې خېمې، ترپالونه، کمبلې او د پخلنځي لوازم پکې شته.
د زلزله ځپلو کورنیو د دقیقې سروې اوله هغوی سره د مرستې په موخه پرون په لغمان ولایت کې د بېړنیو پېښو پر وړاندې د تياري د دولتي او مرستندویه ادارو ګډه ناسته تر سره او زیانمنو سیمو ته د سروې ټیمونه واستول شو چې لا هم په یو شمېر سیمو کې سروې روانه ده.
ښاغلي نعیمي د اضطرار کمېټې ته جدي سپارښتنه کړې تر څو ژر تر ژره سروې بشپړه او زیانمنو شویو کورنیو ته اړینې مرستې ور ورسوي.
د یادونې ده چې د وروستى سختې زلزلې له امله په ټول لغمان کې اووه کسان شهیدان او ۲۵ نور ټپيان شوي دي چې د ټپیانو روغتیايی حالت مخ په ښه والې دی او همدارنګه ۲۵۴ کورونه یې په قسمي او کلي توګه ويجاړ کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته