سیاست

د مشرانو جرګې د ريسانو د کمېټې نوبتي غونډه جوړه شوه

کابل باختر د وري  اتمه :
د مشرانو جرګې د ريسانو د کمېټې نوبتي غونډه نن د مشرانو جرګې د رئيس فضل هادي مسلميار په مشرۍ جوړه شوه.
دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په غونډه کې د راتلونکې اوونۍ د عمومي غونډو د اجنداود ټاکلو په ترڅ کې پريکړه وشوه، چې د وري د دولسمې نېټې په عمومي غونډه کې دې د آزادو بحثونو او د سناتورانو د ولايتي رپوټونو په وړاندې کولو سربېره دې، د ملي دفاع وزير، د ښار او کور جوړونې دچارو وزير، د کور جوړونې د تصدۍ رئيس او د هېواد د کرکټ دملي ټيم غړي دې د دوي د غوره خدمتونو او لاسته راوړنو له امله دې د ستاين ليکونو په ورکولو سره وستایل شي او هم دې د وري  د مياشتې د څوارلسمې نېټې په عمومي غونډه کې د پوهنې او لوړو زده کړو وزيران، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسيون رئيس او د کانکور کمېټې مسئولان دې، د کانکور ازموينې داخستلو د ځانګړتیاواو د ملکي خدمتونو د پنځم او شپږم بستونو او ښوونکو د ډله ييزو ازموينې د اخيستو د څرنګوالي او ځينو نورو مسايلو په اړوند معلومات وړاندې کړي او هم پريکړه وشوه چې د بغلان ولايت امنيتي مسئولان دې په همدې ورځ د دوی د ورستيو لاسته راوړنو او په ځانګړي توګه د تښتوونکو له منګولو څخه د درېو تنو د خوشي کولو په موخه وستايل شي.
همدا راز د ريسانو د کمېټې په غونډه کې ټينګار وشو چې اړوند ارګانونه دې د ښځو پر وړ اندې د تاوتيرخوالي د مخنيوي په موخه، جامع کړنلارې وضع  او تراجرا لاندې دې ونیسي.
دغه راز د ريسانو د کمېټې په غونډه کې د کمېسيونونو د کاري چارو د تنظيم، د بيت الله شريف حج ته د حاجيانو د لیږد د څرنګوالي او ځينو نورو مسايلو په اړوند خبرې وشوې، د مجلس رئيس د دغو مواردو په اړوند لازمې لارښوونې وړاندې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته