کابل باختر د لړم دمياشتې اتلسمه :
د ١٣٩٣کال د نوروز د جشن د جوړولو د عالي کميسيون فرهنګي کميټې نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معين پوهنمل نبي فراهي په مشرۍ غونډه وکړه.
دباخترآژانس دخبر له مخې: دغونډې په پيل کې چې د اړوندو وزارتونو او مرکزونو د استازو په ګډون جوړه شوې وه؛ د نوروز د جشن د جوړولو د عالي کميسيون د فرهنګي کميټې رييس پوهنمل نبي فراهي وينا وکړه او ويې ويل چې د ١٣٩٣کال د نوروز په جشن کې د نوروز د حوزې د ديارلسو هيوادونو مشران او استازي ګډون کوي او دکتاب د چاپولو، دکنسرتونو د اجرا کولو او تمثيلي ټوټې، د رزمي ورزشونو نندارې، وزلوبې او د غيږې نيونې په ګډون زيات فرهنګي پروګرامونه ترسره کيږي او مستند فلمونه نندارې ته وړاندې کيږي .
فراهي دغه راز له ليکوالو او شاعرانوڅخه وغوښتل چې خپل نوروزي ادبي ټوټې او شعرونه د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د توريزم معينيت ته وليږي چې غوره ته يې جايزه ورکول کيږي.
ده دغه راز وويل چې طراحان او د نظر خاوندان کولى شي چې د مراسمو د نښان اولوګو په اړوند خپلې طرحې برابرې کړي او دغه معينيت ته وليږي .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او په ځانګړى ډول فرهنګي کميټه هوډمنه ده چې غوره طرحو ته جايزه ورکړي.
3 1 دقیقه لوستل