امنیت

په کندز کې له پنځوتنو افرادو سره يې دوسله والو طالبانو دډلې ديوه قوماندان وژل کيدل .

کابل باختر دوږي  دولسمه :
له پنځو تنو افرادو سره يې دوسله والو طالبانو دډلې  يو قوماندان په کندز ولايت کې دکوماندو دځواکونو په بريد کې ووژل شو .
په کندز کې دوسله والو طالبانو دسرې قطعې  په قوماندان مشهور په قاري حيات الله تيره شپه دچار درې په ولسوالۍ کې بريد وشو .
دکوماندو دځواکونو وياند احمد جاويد سليم باختراژانس ته وويل چې دکوماندو دځواکونو په دې بريد کې  په کندز کې دطالبانو دسرې  قطعې  قوماندان قاري حيات الله له پنځو تنو افرادو سره يې ووژل شو .
دوه تنه وژل شوي کسان  دپاکستان اتباع بلل شوي دي .
ويل کيږي چې دکوماندو دځواکونو په دې بريد کې دسيمې اوسيدونکو او پوځيانو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبرکې  ويل شوي دي چې په کندز ولايت کې دوسله والو طالبانو دډلې دجنګي وسايلو يوه ډيپو کشف او ترلاسه شوه .
په دې ډيپو کې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
  ختم- ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته