
کابل، د غوايي ۲۱مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د بنسټ ایښودونکي اميرالمومنين ملا محمد عمر مجاهد د لسم تلين په مناسبت يادغونډه نن ترسره شوه.
د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په دغه غونډه کې وويل چې پر افغانستان د لوېديځ يرغل د نړۍ د ټولو منل شويو اصولو او قوانينو خلاف، ظالمانه او وحشيانه وو.
حنفي زياته کړه، چې په افغانستان کې د کورنیو جګړو پر مهال هيڅوک خوندي نه وو او هېواد د تجزيې او ټوټه ټوټه کېدو له ګواښ سره مخ و، نو افغانانو ځکه په ورين تندي د ارواښاد ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د تحريک ملاتړ وکړ او اسلامي امارت يې بريا ته ورساوه.
د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير وويل چې د افغانستان خپلواکي، ځان بسياينه او د شرعي نظام ټينګښت د ارواښاد ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله له سترو موخو او ارمانونو څخه و او اوسنی نظام يادو موخو ته د رسېدو لپاره عملي ګامونه اوچت کړي او لا هم دوام ورکوي.
نوموړي زياته کړه، چې د شريرو او مفسدو کړيو په وړاندې د ارواښاد ملا محمد عمر مجاهد مبارزه نه هېرېدونکې ده.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه په ياده غونډه کې وويل چې ارواښاد ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په داسې وخت کې د زور زياتي د مخنيوي او عدالت د ټينګښت تکل وکړ، چې په افغانستان دغه کار ناشونی ښکارېده او چا يې فکر هم نشوو کولای.

نوموړي زياته کړه، چې ارواښاد ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله له نړۍ په ځانګړي ډول له ګاونډيو هېوادونو سره د ښو دوه اړخيزو اړيکو غوښتونکی و.
په ورته وخت کې د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد يعقوب مجاهد په ياده غونډه کې وويل چې يو شمېر جاسوسي استخباراتي کړۍ د حکومت او ملت ترمنځ د فاصلې رامنځته کولو هڅې کوي خو ولس دې د يادو کړيو په تبليغاتو نه غولېږي.
مجاهد زياته کړه، چې: ( موږ د خپلواک پاتې کېدو په پار سترې قربانۍ ورکړې او په راتلونکي کې به هم د چا تر تاثیر لاندې رانشو).
د کورنیو چارو وزارت سرپرست خليفه سراج الدين حقاني وويل چې د ارواښاد ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله فکر او ژمنتيا فردي نه وه بلکې نوموړي يو ټولنيز فکر درلود.
حقاني زياته کړه، چې اوسنی نظام بايد داسې چلند وکړي، چې هر افغان پکې خپل ځان وويني.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست همدارنګه وويل چې ارواښاد ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د افغانستان لپاره لوی سعادت او ستره سرمايه وه او خپل هېواد يې په ډېرو سختو حالاتو کې له تجزيې او ټوټه ټوټه کېدو څخه وژغوره.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست شیخ الحديث نورمحمد ثاقب په دغه غونډه کې وويل چې ارواښاد ملا محمد عمر مجاهد په يواځې ځان له کم شمېر ملګرو سره د طالبانو د اسلامي تحریک بنسټ کېښود، خو په خپل ټينګ عزم سره يې په افغانستان کې د ظلم ټغر ټول او اسلامي امارت يې بريا ته ورساوه.
د يادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت بنسټ ایښودونکی اميرالمومنين ارواښاد ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د ۱۳۹۲ لمريز کال د غوايي په څلورمه نېټه د ورپېښې ناروغۍ له کبله وفات او په زابل ولایت کې خاورو ته وسپارل شو.
افغانمل