امنیت

په هرات کې دنشه يي توکو ديوه انډي کشف

دهرات ښار باختر دتلې دمياشتې ٢٠  نيټه  :
امنيتي ځواکونو  په  هرات ولايت کې دنشه يي توکو د يوه انډي دکشفولو          خبرورکوي.
شپاړلس کيلوګرامه  ترياک ډوله نشه يي توکي چې په يوه بورۍ کې ځاى پرځاى  اود يوه فلاينکوچ موټرکې ليږدول کيدل  د هرات ښار ته د ننوتلو په  وخت کې دامنيې قوماندانۍ له نشه يي توکوسره دمبارزې  دمديريت  دکارکوونکو له             له خوا په کمرکلاغ سيمه  کې کشف او ضبط شول .
د هرات ولايت دپوليسو يوه مقام دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛ ددغې پيښې په اړوند د دغه موټر چلوونکى چې دکشک کهنه ولسوالۍ اوسيدونکى دى  نيول شوى دى.
ديوبل خبرله مخې ؛  دهرات ولايت له نشه يي توکوسره دمبارزې  دمديريت کارکوونکو  دوه تنه دنشه يي توکو دليږدولو په  تور نيولي دي.
دغه کسان  چې دقيسار ولسوالۍ اوسيدونکي دي ديو کيلواو شپږسوه ګرامه  ترياک ډوله نشه يي توکو دليږدوني په تور دشيدايي سيمې دپلټنې په پوسته کې ونيول شول او د زياتو تحقيقاتو په خاطر تر نظارت لاندي ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته