سیاستخبرونهTOP

د اسلامي امارت د کابینې غونډې د اصنافو نوی نورم تصویب کړ

کابل، د تلې۱۴مه، باختر

د اسلامي امارت د روان کال د کابینې په نهمه غونډه کې د مالیاتو د راټولولو لپاره د اصنافو نوی نورم تصویب شو.

په دغه غونډه کې، چې د  رئیس الوزارالحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ ترسره شوه، پرېکړه وشوه، چې د ماليې وزارت پر بنسټ د اقتصادي کمیسیون له خوا ټاکل شوی د اصنافو «دوکاندارانو او کسبه کارو» د مالیې نورم تصویب دی؛ ماليې وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د همدې نورم له مخې مالیات را ټول کړي.

همدارنګه د ماليې او پوهنې وزارتونو ته دا دنده هم وسپارل شوه، چې په سرپل کې د ماليې وزارت اړوند د هغې ځمکې قضیه چې د پوهنې ریاست له لوري پکې تعلیمي ودانۍ اباده شوې، له قانوني لارو حل او فصل کړي.

 په دې غونډه کې د نورستان ولایت مرکز ته د برېښنا د تولید او توزیع اړوند چارو په تړاو د اوبو او انرژۍ وزارت ته دنده وسپارل شوه.

د یادولو وړ ده، چې د کابینې د دې اوونیزې ناستې بله پرېکړه دا وه، چې اقتصادي کمیسیون باید د لویو قراردادونو د څېړنې پلاوي له لوري د ابو او نرژۍ او د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارتونو د نهو قراردادونو په ګډون د لویو قراردادونو راپورونه واوري، د قبلېدو وړ نظرونه يي تائید او بشپړ راپور يي د تصمیم لپاره د کابینې ناستې ته وړاندې کړي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا