سیاستخبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د اسلامي امارت له استازي پرته هره غونډه بې پایلې ده

 کابل، د لړم ۵ مه، باختر

اسلامي امارت د هرې هغې نړيوالي غونډې هرکلى کوي چې د افغانستان د وضعيت په ښه کولو کې اغېزمن وي، خو په داسې غونډو کې باید د اسلامي امارت د استازو له شتون څخه سترګې پټي نه شي.

د باختر آژانس مبصر ليکي: ټاکل شوې ده په افغانستان کې د ملګرو ملتو د ماموريت د رول په اړه غونډه په ملګرو ملتونو کې د ناروې د ماموريت په نوښت جوړېږي او په دې غونډه کې به د افغانستان سياسي وضعيت وڅېړل شي.

ويل شوي چې د دې غونډې ګډونوال به د افغانستان د سياسي وضعيت په اړه غير رسمي او انتقادي خبرې ولري، دا چې د امنيت شورا څه ډول کولاى شي په راتلونکي کې په دغه هېواد کې د ملګروملتو له سازمان څخه ملاتړ وکړي، خبرې کېږي.

که څه هم د افغانستان سياسي او اقتصادي وضعيت د ښه والي لپاره د دې ډول غونډو جوړول له خوشبيني سره مخ کېږي، هغه څه چې په ملګرو ملتونو کې د ناروې نمايندګي ويلي دي د مکث وړ خبره ده، دغه غونډې به د تړلو دروازو ترشا ترسره شي او د اسلامي امارت استازي به پکې شتون ونه لري.

د دې غونډې محتوا څخه څرګندېږي چې د افغانستان د سياسي وضعيت په اړه غير رسمي او انتقادي خبرې مطرح شي.

کله چې په يوه غونډه کې د اسلامي امارت په آدرس نيوکه شتون ولري لازمه ده  چې د اسلامي امارت استازي هم شتون ولري ترڅو خپل دلايل او خبرې بيان کړي او د يو بل نظرونه په رغنده خبرو کې مطرح کړي ترڅو انتقادي نظر په اصلاحي نظر بدل شي او بالاخره د اسلامي امارت او د نړيوالې ټولنې ترمنځ د تعامل لاره لنډه شي.

د اسلامي امارت د استازي له شتون پرته هره غونډه به يو اړخيزه غونډه وي او هغو کسانو ترمنځ د نظرونو په تبادله بدلېږي چې خپل نظرونه او فکرونه لري.

په داسې حال کې چې اسلامي امارت د افغانستان په اوسني وضعيت کې مخکښ ځواک دي نظر يې نه اورېدل کېږي او دا ډول غونډې به له تشو ډکې وي.

د دې غونډې هيله چې ناروې يې کوربه توب کوي د تېرو تجربو پر اساس جوړه شي او د اسلامي امارت د استازي شتون پکې مهم دى ترڅو د اسلامي امارت او نړيوالې ټولنې ترمنځ د افکارو د بيانولو د زمينې د برابرولو په موخه د افغانستان په اقتصادي او سياسي وضعيت مثبته اغېزه ولري.

\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا