امنیت

پنځه ماین ښخوونکي طالبان په غزني کې ووژل شول

کابل / د غويي٣مه / باختر
په غزني کې پنځه ماین ښخوونکي طالبان په هوايي برید کې ووژل شول.
د را رسېدولو خبرونو له مخې، دغو وسله والو طالبانو نن سهار کله يې چې غوښتل د کابل- قندهار د لویې لارې د غزنې ښار په مربوطاتو کې په یو واټ کې ماین ښخ کړي چې د هوايي ځواکونو له لوري پرې برید وشو. د غزني یوې امنیتي سرچېنې باخترآژانس ته وویل؛ په دې هوايي برید کې پنځه ماین ښخوونکي طالبان ووژل شول.
هغه وویل دغو وسله والو طالبانو نیت درلود چې د کابل – قندهار په لویه لاره کې ماینونو په ښخولو سره ملکیانو ته یو لړمرګانۍ پېښې رامنځته کړي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دغه وسله وال طالبان تېره شپه دغزني په ده یک او اندړو ولسوالیو کې په يو لړ ډاراچوونکو فعالیتونو بوخت وو چې د پو ځيانو له لورې پرې بریدونه وشول.
پای\ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته