
کابل، د وږي ۲۶ مه، باختر
د هېواد د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو معینیت، د اسلامي امارت د حکومت په دوو کلونو کې ۲۵ نویو رسنیو ته جوازونه ورکړي دي.
د هېواد د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې اوسمهال په هېواد کې د دولتي او خصوصي رسنیو په ګډون ۳۶۴ صوتي او تصویري رسنۍ فعالیت لري.
نوموړی وايي، چې د دوو کلونو په بهیر کې ۲۵ نویو رسنیو ته جوازونه ورکړل شوي او په فعالیت یې پیل کړی او ګڼو رسنیو هم خپل فعالیتونه بند کړي، چې د عاید سرچینې یې له بهر څخه و خو اسلامي امارت کومه رسنۍ نه ده تړلې.
د هېواد د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو معین وویل، چې هره هغه رسنۍ چې د اسلامي ارزښتونو، ملي ګټو او د خلکو له کلتور سره سم فعالیت کوي، د فعالیت اجازه ورکول کېږي او ملاتړ یې کوي.
هغه زیاته کړه چې د یاد وزارت له لوري د رسنیو په څېر د یوټیوبرانو د فعالیتونو د تنظیمولو لپاره هم طرزالعمل جوړ شوی دی.
نوموړي د رسنیو اقتصادي ستونزو ته په اشارې سره وویل، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت هڅه کوي چې د رسنیو د برېښنا پاتې پیسې او مالیات کم کړي او خبریالانو ته د هویت کارتونو د وېش په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل، چې دغه پروسه په کابل کې روانه ده او له ولایتونو هم غوښتل شوي، چې خپل غوښتنلیکونه معینیت ته ولېږي.