امنیت

د شاه شهيد د پيښې د شهيدانو له کورنيو او زيانمنو شويوکسانوسره مالي مرسته وشوه.

کابلباختردسرطان ٢
دجمهوري رياست مالي مرستې دکابل ښار دشاه شهيد په سيمه کې د روان کال دثور د مياشتې د شپږ ويشتمې نيټې دځانمرګى بريد په ټپيانو او د شهيدانو په کورنيو  وويشل شوې.
د چارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا لوى رياست باخترآژانس ته خبر ورکړ: لومړى په قومي چاروکي د جمهوري رياست د عالي مقام سلاکار وزير شجاع الملک جلاله د هغې زړه بوږنوونکې پيښې د شهيدانو پاتې کسانو او ټپيانو ته د ډاډګيرنې دپيغام د څرګندولوپه ترڅ کې چې روان کال د ثور د مياشتې په ٢٦ نيټه د کابل ښار د اتمې ناحيې د شاه شهيد په سيمه کې را منځته شوه او له امله يې يو شمېر بې ګناه کسان شهيدان اوټپيان شول؛ د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوري رياست نغدي مرستې په هغوى وويشلې
دغه مرستې چې د هرشهيدکورنۍ ته سل زره افغانۍ او هرټپي ته پنځوس زره افغانۍ پکې دي؛ د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوري رياست د عالي مقام له لارښوونې سره سم په قومي چاروکې د جمهوري رياست دعالي مقام د سلاکار وزيرشجاع الملک جلاله له خوا په داسې حال کې چې د چارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا د لوى رياست د مکافاتو د ادارې رييس رحمت الله منګل ددغې ادارې د دفاع او امنيت د رياست کارپوه پاسوال رحمت الله احمدزي هم حاضرو؛ د شهيدانو دکورنيو په غړو اوټپيانو وويشل شوې.
د شهيدانو د کورنيو غړو او ټپيانو دجمهوري رياست د عالي مقام د همدردۍ اوغمشريکۍ او د نغدي مرستو له ا مله د قدرداني دڅرګندولو په ترڅ کې د افغانستان له دولت څخه په هيوادکې د امنيت د تامينولو او د سوله ييز ژوندانه لپاره د امن د فضا د برا برولو غوښتنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته