سیاست

اجرائیه رئیس: هیله من یو د بروکسل په کنفرانس کې ډېرې مالي مرستې جذب کړو

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٩
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د بروکسل ناستې ته د افغان دولت د چمتووالي په اړه ناسته وشوه.
داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې ناسته کې اړوندو وزارتونو او ادارو د خپلو تياريو، لاسته راوړنو، ستونزو او حل لارو په اړه خبرې وکړې. ټاکل شویو کمېټو د بروکسل ناستې ته د افغان دولت د یوولسو لومړیتوبونو د چمتووالي په اړه خپل رپوټ وړاندې کړ. د سوداګریزو خونو چارواکیو هم په دې ناسته کې د خصوصي سکتور غوښتنې، ستونزې او پشنهادونه وړاندې کړل.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله بروکسل ناستې ته له نیول شویو تياريو څخه خوښي وښوده او ویې ویل، چې ټولو اړوندو ادارو په ښه ډول سره خپلې چارې ترسره کړي او بروکسل ناستې ته ښه تياري نیول شوی دی.
اجرائیه رئیس له وزارتونو څخه د هغوی د هڅو او جدي کار له امله مننه وکړه او هدایت یې ورکړ، چې د وزارتونو ترمنځ همغږي باید لا ډېره او د افغانستان د سولې او ملي پرمختیا د چوکاټ په لا ښه کره کولو کې دې نور هم کار وکړي.
ده هیله وښوده، چې د افغان دولت دغه هڅې او چمتووالی لامل شي، چې نړیواله ټولنه له افغانستان سره ډېره مالي مرسته وکړي او هم وکولاى شي چې سلګونه میلیونه ډالر په خصوصي سکتور کې پانګونې ته را جذب کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته