ټولنه

په سترو ښارونوکې د هوا ککړتيا کمه شوې ده

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٧
په سترو ښارونوکې د هوا د ککړتيا د مخنيوي کميسيون د رپوټ نتيجې ښيي چې د تېرو کلونو په انډول د هوا کيفيت څو برابره ښه شوى دى .
د باختر آژانس خبريال ليکي:
د ژوندانه د چاپيريال ساتنې ملي ادارې د هوا د ککړتيا د مخنيوي دعالي کميسيون په وروستۍ غونډه کې خبر ورکړ چې د تېر وخت په پرتله په سترو ښارونوکې دهوا دککړتيا ښه شوى دى. که چيرې د دغه رپوټ رول ته پاملرنه وشي، داسې نتيجه ترلاسه کيږي چې د هوا د ککړتيا د مخنيوي د عالي کميسيون اړوندو ادارو د موضوع اهميت او ارزښت ته پاملرنه کړې، هره يوه يې په هغه لاره او استقامت حرکت کوي چې دعالي کميسيون له خوا ورته دنده سپارل شوې ده چې د هوا د ککړتيا اندازه زياته نه شي.
د ژوندانه د چاپيريال ساتنې ادارې د اړوندو ادارو په همکارۍ وکولاى شول، په ښارونوکې د دفترونو او بېلابېلو اصنافو د سون مواد، له لرګيو او ډبرو شکرو او نورو ککړونکو موادو څخه په ګاز بدل کړي، د هېواد د کورنيو چارو وزارت هلې ځلې کوي، د نورو ادارو په همکارۍ په سترو ښارونوکې د لوګي د خپريدو د تخنيکي معايناتو مرکزونه فعال کړي .
په همدې ډول، د ژوندانه دچاپيريال ساتنې دملي مشورتي شورا جوړول دوام لري خو لا تراوسه پورې په دې لاره کې ګواښ په بشپړ ډول نه دى لرې شوى او زيات هاند او هڅې غواړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته