سیاستخبرونهTOPټولنه

د اسلامي امارت یوه کلنه واکمني او د خلکو نظرونه

 کابل، د زمري ۲۳ مه، باختر

په ننګرهار کې د باختر اژانس خبریال د اسلامي امارت د بريا او یو کلنې واکمنۍ په اړه د څو تنو هېوادوالو نظرونه اخیستي دي.

د خوږياڼو ولسوالۍ اوسېدونکی حاجي همت الله وايي، چې د ټولو افغانانو لپاره د خوښۍ ځای دی، چې د نړۍ ستر شيطاني ځواکونه د فقيرو افغانانو د جهادي قربانيو په برکت مات شول.

نوموړی وايي: يو کال وړاندې زموږ د ګران هېواد افغانستان څخه شل کلن اشغال پای ته ورسېد، په هېواد کې مو د نا امنیو ټغر ټول شو، ټول هېوادوال مو د ډاډمن امنيت له نعمته برخمن شول، په هېواد کې مو په لسګونه لوی او وړې د بيارغونې پروژې د اسلامي امارت لخوا پيل شوې.

همت الله زیاتوي چې د اسلامي امارت تر بري وړاندې د تېر دولت په وخت هره ورځ به سلګونه بې ګناه هېوادوال په چاودنو، بمباريو او د شپې پرمهال په چاپو کې وژل کېدل.

ده زیاته کړه، تر ټولو لويه خبره همدا ده، چې په هېواد کې جنګ پای ته ورسېد او د اسلامي امارت تر بریا وروسته افغانان په ډاډه زړه د هېواد هر ولايت هرې ولسوالۍ ته سفر کولای شي.

د لغمان ولایت یو تن اوسېدونکی چې اوسمهال په جلال آباد ښار کې ژوند کوي وايي، چې په تیر حکومت کې ادارې فساد په یو فرهنګ بدل شوی و، خو له نېکه مرغه د اسلامي امارت له راتګ سره سم دغه بد فرهنګ له منځه تللی دی.

يو بل سپين ږيری اخترګل، چې د جلال آباد ښار د لومړۍ ناحيې استوګن دی وايي، چې د اسلامي امارت په بريا ډېر خوشاله دی، په خبره یې، د ننګرهار سربېره په ټول هېواد کې ډاډمن امنيت راغلی او خلک د زورواکو له ظلمونو څخه په امن کې دي.

اخترګل له اميرالمؤمنين څخه هم مننه کوي چې د کوکنارو کرکېله او د نشه يي توکو کاروبار يې بند کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې سبا د محرم الحرام ۱۷ چې د زمري میاشتې له ۲۴ مې سره برابره ده د کابل د فتحې، د اشغال د پای او د اسلامي امارت د بریا په مناسبت په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان شوې ده.

ع.ا

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا