سیاستخبرونهTOP

د اسلامي امارت په بریا او د اشغال د پای ته رسېدو په وياړ کې ټول ولس له مجاهدينو سره شريک دی

کابل، د وږي ۳ مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن له غرمې مخکې د تېرې ادارې د ملي مصالحې عالي شوری له مرستیال حاجي عزيزالله دین محمد سره وکتل.
په دې کتنه کې، حاجي دین محمد د اسلامي نظام ټینګښت او د شریعت نفاذ د افغان مجاهد ولس ستره هیله وبلله ویې ويل، افغانانو په تېرو څو لسیزو کې دې موخې ته د رسېدو لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې دي.
هغه زياته کړه، د امارت له واکمنېدو سره همدلته پاتې شوی او د هيواد پرېښودو اراده نه لري. په خبره یې، د اسلام او افغانستان دښمنان د دې هیواد پرمختګ او امنیت نشي زغملی.
حاجي دين محمد وويل، د اسلامي نظام تر ټينګښت وروسته اوس بايد د هغه ساتنې ته پام وشي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور وباله او زیاته یې کړه، چې د اسلامي امارت په بریا او د اشغال خاتمې وياړ کې ټول ولس له مجاهدينو سره شريک دی.
مولوي عبدالکبير د خپلو خبرو په پای کې وويل، دا چې د اسلامي امارت ډېرو مشرانو هم د روسانو پر ضد جهاد کې برخه اخيستې وه، نو د روسانو او د‌ هغوی د لاسپوڅو پر ضد په جهاد کې برخه اخيستونکو ټولو مشرانو ته درناوی لري.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا