اقتصاد

ددوه ويشتو مليونو يورو په ارزښت يو قراردادلاسليک شو .

کابل باختر  د وري  شلمه .
ددوه ويشتو مليونو يورو په ارزښت  نن دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت ، داسپانيا دنړيوالې پرمختيادادارې اوپه کابل کې دملګروملتو دسازمان دپرمختيايي ادارې  ترمنځ لاسليک شو .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، په هغې غونډه کې چې له همدې امله دحکومت درسنيو په مرکز کې جوړه شوې وه په پيل کې دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزير ويس احمد برمک دکليو دپرمختيا دپروګرامونو په برخه کې داسپانيا ددولت دهمکاريو له امله دقدرداني په ترڅ کې وويل چې داسپانيا حکومت دکليوالي سيمو دپرمختيا په خاطر دبادغيس له ولايت سره ددوه ويشتو مليونو يورو مرسته کړې ده چې دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت دسيمه ئيزې پرمختيا دملي پروګرام  له لارې به ولګول شي .
دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزير څرګنده کړه چې دغه پيښې دولسواليو دپرمختيايي شوراګانو له لارې دسيمه ئيزې حکومتوالي دپياوړتيا ، په خدمتونو دلاسبري دښه والي او دبنسټونو دجوړولو له لارې داسانتياودبرابرولو اودبادغيس  ولايت دمرکز دڅښاک داوبو دپروژې دتطبيق په برخوکې ددووکلونو پورې لګول کيږي
په دې غونډه کې دغه راز دملګروملتو دسازمان دپرمختيايي دادارې  رييس جان الوارورو دريګويز خبرې وکړې اووي ويل موږ داسپانيا له دولت څخه دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت دپرمختيايي پروژو دتطبيق  په لاره کې له دغه وزارت سره دهمکارۍ په خاطر  قدرداني  کوو او په دايمي توګه به ددغې پروژې دتطبيق  بهير وڅارو .
ده وويل چې ددغو مرستو دوام به  دافغانستان په کليوالي سيمو کې داقتصادي  سيستم دپياوړتيا سبب شي او داسپانيا دنړيوالې پرمختيا له ادارې  څخه غوښتنه کوو چې دافغانستان له دولت سره خپلو مرستو ته  دوام ورکړي .
داسپانيا دنړيوالې پرمختيا دادارې رييس  هم خبرې وکړې  او ويې ويل چې داسپانيا دولت تل دافغانستان دپرمختګونو ملاتړ کوي او دافغانستان په کليو او بانډو کې داقتصادي کچې دلوړولو په خاطر يې دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا له وزارت سره دخپل هيواد په همکارۍ باندې ټينګار وکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته