سیاستخبرونهTOP

د اسلامي امارت په تشکیلاتو کې نوي کسان په دندو وګومارل شول

 کابل، د زمري ۱۸مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث والتفسیر مولوي هبة الله اخند زاده حفظه الله د لزوم دید له مخې د اسلامي امارت په لوړ رتبه بستونو کې نوي کسان په دندو وګومارل شول.

1ــ د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ مخکینی معین مولوي عارف الله عارف د ارشاد، حج او اوقاف وزارت د مالي او اداري معین په توګه.

2ــ د برېښنا شرکت مخکینی رئیس ملا محمد عیسی ثاني د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ د معین په توګه.

3ــ د هرات مخکینی ښاروال مولوي حیات الله د اطلاعات او کلتور وزارت د نشراتي معین په توګه.

4ــ د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو مخکینی رئیس ملا حمدالله زاهد د ماليې وزارت د اداري معین په توګه.

5ــ د کندهار حوزې د برېښنا مخکینی رئیس ملا محمد حنیف حمزه د برېښنا شرکت د رئیس په توګه.

6ــ د کندهار ولایت د کلیو د پراختیا او بیا رغونې ریاست مخکینی رئیس سید مولوي برآت شاه اغا ندیم د اترا ادارې د رئیس په توګه.

7ــ الحاج ملا عبدالهادي یعقوب د کندهار ولایت د فوائد عامې ریاست د رئیس په توګه.

8ــ د ښار جوړولو وزارت مخکینی مالي او اداري معین حافظ محمد امین د کندهار حوزې د برېښنا د رئیس په توګه.

9ـــ د کندهار ولایت د ترانسپورټ مخکینی رئیس ملا عبدالجبار اخند د دغه ولایت د کلیو د پراختیا او بیا رغوني ریاست د رئیس په توګه وټاکل شول.

ن.ر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا